روغتیا

د هېواد په ختيځ کې اتلس زره ماشومان له واکسينو څخه بې برخې پاتې کېږي

اسعد اباد باختر د وري د مياشتې ٢٢ مه
په کونړ ولایت کې نږدی اتلس زره  کوچنیان له واکسینو څخه بې برخې پاتې کېږی چی له امله يې په دغه ولايت کې د پولیودوه مثبتې  پیښې هم موندل شوي دي. 
د کونړ اوسیدونکي  په دغه ولایت کې د پولیو ورستیو تازه مثبتو پیښو اندېښمن کړي او وایې که د پولیو وایروس له منځه لاړ نه شي امکان شته چې ګڼ شمېر نور ماشومان هم د دغه خطرناک وایروس ښکارشي.
که څه هم د کونړ دعامې روغتیا ریاست چارواکي د پولیو پرضد د واکسینو د کمپاین په هره دوره کې دهغو ماشومانو چې  د پولیو له واکسینو بې برخې پاتې دي د واکسینو د ورکړې خبره کوي خولاهم د دغه ولایت په اتو هغو ولسوالیوکې چې د دولت وسله والې مخالفې ډلې پکې شتون لري نږدې اتلس زره ماشومان د پولیو د واکسینو د دووڅاڅکو د ورکړي څخه بې برخې پاتې دي .
د کونړ اوسیدونکي اوس د پولیو دوو هغو مثبتو پېښو اندېښمن کړي چې تازه په دغه ولایت کې ثبتې شوي دي .
دوی وایی که غم یی ونه خوړل شی شاید دغه پیښې لاهم زیاتې شي،نو دیني عالمان او قومی مشران دې په دغه برخه کې خپل مسووليت ادا کړي ترڅودا ډول پیښې له منځه لاړې شي.
په کونړ کې د عامې روغتیا ریېس ډاکټر عزیزالرحمن صافي د باختر اژانس سيمه يېز خبريال ته وويل چې، د پولیوتازه دوه مثبتې پیښې د دغه ولایت په غازي اباد ولسوالۍ کې په  هغو کورنیو کې رامنځته شوي چې د واکسینو له تطبيق سره یې مخالفت درلود او خپل کوچنیان یې نه واکسین کول.
هاخوا د کونړ ارشاد حج اوقافو ریېس مولوي نورالمعبود احساس بیا وایې هغه خلک چې د ګوزن د واکسینو پر وړاندې مخالفت کوي هیڅ شرعي جواز نه لري.
احساس زياتوي چې ديني عالمانو ته یې دنده سپارلې څو د خپلو خطبوله لارې د پولیو د واکسینو په ارزښت او اهمیت خلکو ته پوهاوى ورکړى اوخلک يې په ګټو پوى کړي.پاى_ وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته