ټولنه

دکابل قندهار لويه لاره دترافيکوپرمخ پرانستله شوه .

کابل باختر  دزمري ١١:
دافغان پوځيانو  دهڅو او هاند له امله دکابل قندهار لويه لاره پرون مازيګر بيا دترافيکو پرمخ پرانستل شوه .
  دميدان وردکو دوالي وياند عبدالرحمن منګل باختراژانس ته وويل چې دغه لويه لاره پرون سهار دميدان وردګو ولايت دسيد اباد ولسوالۍ دسلطان خيلو ، شنيزواو دشاتر په سيمو کې د ډار اچوونکو دبريدونو له امله  دترافيکوپرمخ  تړل شوې وه .
  منګل زياته کړه چې په دې بريد کې دوسله والو طالبانو دډلې دڅو تنو سيمه ئيز قوماندانانو په ګډون کابو ٣٠ تنه وسله وال طآلبان ووژل شول او يوزيات شمير نور ټپيان شول .
منګل زياته کړه چې په دې پيښه کې دوه تنه ماين ښخوونکي  طالبان دامنيتي ځواکونو له خوا نيول شوي دي او ددښمن په چاوديدونکو توکو بار يو تونس موټر او اته موټرسايکلونه او يوه اندازه جنګي وسايل ترلاسه شوي دي.
منګل زياته کړه چې په دې نښته کې دملي اردو درې تنه سرتيري ټپيان شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته