روغتیا

په پنجشيرکې د نري رنځ د ناروغۍ د ٣٥ مثبتو پيښو ثبتول

پنجشير باختر دوږي دمياشتې ٢٧ نيټه  :
د روان کال په لومړيوشپږومياشتو کې په پنجشيرولايت کې د نري رنځ ٣٥ پيښې د دغه ولايت د عامې روغتيا په رياست کې ثبتې شوې دي.
د پنجشير ولايت د عامې روغتيا د ادارې يوه چارواکي زياته کړه چې ثبتې شوې شميرنې د روان کال په لومړيو شپږو مياشتوکې په اوو روغتيايي مرکزونو کې د  اووه زره شپاړلسو احتمالي پيښو له جملې څخه ثبتې شوې دي.
له بله پلوه د تېرکال په همدې موده کې شپږديرش مثبتې پيښې ثبتې شوې وې.
د پنجشير ولايت د عامې روغتيا رياست د نري رنځ د څانګې مسوول ډاکتر فريد  وويل چې دغه ناروغان اوس تر درملنې لاندې دي او حالت يې ښه شوى دى.
ده زياته کړه چې د نري رنځ په ناروغۍ د اخته کسانو درملنه په دوو پړاوونوکې ترسره کيږي چې له دوو مياشتو څخه تر شپږو مياشتو پورې وخت نيسي.
ده وويل: بېوزلي، تنګسيا، د بدن د مقاومت کمښت او پرله پسې زيږينونه په دغې ناروغۍ د اخته  کيدو اصلي علتونه دي .
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته