فرهنګ

يوشمېرانځورګرانو او عکاسانو په بلخ کې خپل هنري کارونه نندارې ته وړاندې کړل

کابل/ د سلواغې ٦ مه/ باختر
د هېواد د يوشمېر ولايتونو انځورګرانو او عکاسانو د سولې فرهنګ د رواجولو، د فرهنګي تجربو د راکړې ورکړې او د همدلۍ او ورورولۍ د روحيې د پياوړتيا په خاطر د "بيا گپ بزنيم " تر نامه لاندې پروګرام پرون په مزارشريف ښارکې جوړ کړ.
د دغه پروګرام مسوول حميد صدرا د باختر آژانس سيمه ييز خبريال ته وويل چې د دغه پروګرام د جوړولو موخه د فرهنګي تجربو راکړه ورکړه، د انځورګرۍ له لارې  د سولې د پالنې فرهنګ رواجول او د خلکو او ځوانانو ترمنځ د همدلى او ورورولۍ  روحيې پياوړتيا ده.
د هېواد يوشمېر انځورګرانو او فرهنګيانو هم د دغه پروګرام هرکلى وکړ او ويې ويل  چې د دغه شان پروګرامونو ترسره کول د دوستۍ او ورورولۍ فرهنګ د رواجولو او په ټولنه کې د ځوانانو د منفي نظر د له منځه وړلو او د هېواد د ولايتونو د هنرمندانو د تجربو د ترلاسه کولو سبب کېږي.
دا د انځورګرۍ لومړنى فرهنګي پروګرام دى چې د قندهار، بلخ، کابل، باميانو، هرات او د ننګرهار د انځورګرانو او عکاسانو په هېوادکې د سوله غوښتنې د پياوړتيا په خاطر جوړوي.
ختم-  ج – اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته