ورزش

د افغانستان د فوټبال د ملي ټيم لوبغاړى فريد سادات د فنلند د (اي سي اولو) له ټيم سره يوځاى شو

کابل / دوږي ٢٣مه /باختر:
د فوټبال افغان ستورى فريد سادات د فنلند د( اي سي اولو) له ټيم سره يوځاى شو.
د افغانستان د فوټبال د ملي ټيم ددغه غړى قرارداد، د (اي سي اولو)له کلپ سره يوکال دى خو د دغه قرارداد بيه تراوسه نه دى افشا شوى .
د (اي سي اولو) د فوټبال ټيم اوس د ديرشو امتيازونو په لرلوسره د فنلندد لومړي ليک په سرکې ځاى لري.
باختر اژانس د اروپا د ورزشي رسنيو له خولې خبرراکړ چې د افغانستان د فوټبال د ملي ټيم دوه ويشت کلن غړى فريدسادات  د فنلند په فوټبال کې له ښه ځليدو سره د اروپا د وچې د مهموکلپونو پاملرنه جلب کړې ده .
سادات  د فنلند د نولسو کلنو په ملي ټيم او د دغه هېواد په لومړي ليکونو او د موسان او (اف سي لاهيني) په کلپونو کې د لوبې سابقه لري.
د فنلند د(اي سي اولو)کلپ چې د فريد سادات نوى ټيم او د جدول پرسرکې ځاى لري په راتلونکې فصل کې  د فنلند غوره ليک ته د رسيدو امکان لري .
فريدسادات درې کاله کېږي چې د افغانستان د فوټبال د ملي ټيم غړيتوب لري. 
فريد سادات زيات کلونه کېږي چې د خپلې کورنى سره  په اروپا کې ژوندکوي.
ختم_ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته