کابل/باختر/ د غويي د مياشتې١ نېټه
اته تنه وسله وال طالبان په پکتيکا ولايت کې له سرحدي ځواکونو سره په جګړه کې ووژل شول .
پر دغو وسله والو طالبانو تېره شپه دډيورنډ کرښې ته څېرمه هغه وخت بريد وشو چې غوښتل يې د پوځيانو د سپرلۍ پر کاروان يرغل وکړي .
د هېواد په جنوب ختيځ کې د سرحدي ځواکونو يوه جګپوړي قوماندان باختر آژانس ته وويل چې په دې جګړه کې د طالبانو د ډلې د درېيو تنو بهرنيو جګړه مارانو په ګډون اته تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي .
ده وويل چې دغه وسله وال طالبان نوي د ډيورنډکرښې له لوري د پکتيکا ولايت ته راغلي وو او پر يوې امنيتي پوستې بريد ته چمتو کېدل .
په دې جګړه کې پوځيانو او د سيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى .
ختم_ ج _ اکرم
1 1 دقیقه لوستل