(PS)خبرونه(PS)ورزش

د افغانستان د فوټبال له ۱۷ کلونو کم عمره ملي لوبډله تاجکستان ته ولاړه

کابل، د زمري ۲۵مه، باختر

د افغانستان د فوټبال له ۱۷ کلونو کم عمره ملي لوبډله د مرکزي آسیا (کافا) سیالیو کې د ګډون په موخه نن تاجکستان ته روانه شوه.

په هغه مراسمو کې چې په همدې موخه د فوټبال په فدراسیون کې جوړ شوي وو، په کې د المپیک ملي کمېټې او بدني روزنې او سپورټ عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق، د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست تخنیکي او مسلکي مرستیال حفیظ احمد جان ځدراڼ، د فوټبال فدراسیون مرستیال او د فوټبال فدراسیون رئیس محمد یوسف کارګر، روزونکو او لوبغاړو ګډون کړی و.

په دغو مراسمو کې د المپیک ملي کمېټې او بدني روزنې او سپورټ عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق وویل:« د خوښۍ ځای دی چې زموږ ځوان ورزشکاران په تاجکستان کې د اسیا په اتلولۍ کې ګډون کوي او د ټولو هیله دا ده چې له ښو پایلو سره هېواد ته راستانه شئ او موږ ټول په ویاړ سره خوشحاله کړئ.»

 مولوي وثیق د خپلو خبرو په پای کې زیاته کړه، چې د ورزش کارانو لپاره به په هېواد کې هر ډول آسانتیاوې برابرې کړي.

ورته مهال د فوټبال فدراسیون رئیس محمد یوسف کارګر لوبغاړو ته په خطاب کې وویل، چې د سپورټ له لارې هېواد ته ډیر ویاړونه راوړي او نړۍ ته وښیي چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او ورزشکارانو ته په بهر کې د سیالیو او ګډون لپاره کومه ستونزه نشته.

کارګر وویل چې په ټول هېواد کې امنیت دی او ټول ورزشکاران کولای شي چې له کومې وېرې پرته ټولو ولایتونو ته سفر وکړي او موږ د مرکز او ولایتونو د ورزشکارانو ترمنځ په پنجشیر ولایت کې د فوټبال د سیالیو شاهدان یو.

ټاکل شوې د مرکزي آسیا د فوټبال سیالۍ د اګسټ په ۲۰ د تاجکستان په کوربه توب د دغه هېواد ایسار په ښار کې د افغانستان، قرغزستان، تاجکستان، ازبکستان او ایران په ګډون ترسره شي.

په دې سیالیو کې به له افغانستان څخه ۲۳ لوبغاړي، روزونکی، مرستیال روزونکی، ډاکټر او لوبډلمشر ګډون وکړي.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا