ټولنه

دهرات په ښاري محکمه کې دڅه دپاسه پنځه سوه جرمي دوسيو څيړنه .

کابل باختر د مرغومي ٢٩:
دهرات دښاري محکمې مسوولان په تيرولسو مياشتو کې دپنځه سوه شپږويشتو قضايي دوسيو دڅيړنې خبره کوي .
  دهرات دابتداييه  ښاري محکمې  دجزايي ديوان  عمومي مسوول محمد مسعود قاضي  زاده دباختراژانس خبريال ته وويل چې دروان کال له پيل څخه تراوسه پورې شپږ سوه درې پنځوس دوسيې په دې جزايي  ديوان کې ثبتې شوې دي  او پنځه سوه شپږويشتو قضيو په باب  چې بيلابيلې  قضيې پکې  شاملې دي ددغه ديوان له خوا پريکړې صادرې شوي دي .
دهرات دښاري ابتداييه محکمې دجزايي ديوان  دمسوولانو  ډخرګندونوله مخې  له دې جملې څخه څلور اويا دوسيې په ميرمنو پورې اړه لري .
دهرات دښاري ابتداييه  محکمې دجزايي ديوان  لوى مدير وايي چې دغه محکمه په څو بيلابيلو ديوانونو ،  دکورني  اوبهرنى  امنيت  پرخلاف دجرمونو ، عامه حقوقو ، دعامه امنيت دديوان  دتشخصيه  قضيو دڅيړنې په ديوان ، نظامي ديوان ،   مدني ديوان ، دترافيکي جرمونو  دڅيړنې په ديوان کې بيلابيلې  قضيې  څيړي او په لومړي پړاو کې دوسيې  په اړوندو ديوانونو کې څيړلې کيږي  او دپريکړې دصادرولو  لپاره دابتداييه ښاري محکمې رياست  ته سپارلې کيږي .  ديادونې وړ ده چې په دغو قضيو کې وژنې ، وسله والې  غلاوې ، اخلاقي فساد او ناندرې شاملې دي .
  ختم_  ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته