کابل، د مرغومې ۴ مه، باختر
د هېواد په لوېدیځ هرات ولایت کې پر نړیوالو معیارونو د برابر صنعتي ښارګوټي د جوړولو په اړه مشورتي ناسته شوې.
دغې ناسته کې د والي مولانا اسلام جار په ګډون د ښار جوړونې، سوداګرۍ او صنعت، کرنې او مالدارۍ او چاپېریال ساتنې چارواکو، سوداګرو او پانګوالو ګډون کړی و.
ناسته تر ډېره د دغه ښارګوټي لپاره د ځای د ټاکلو په اړه وه او د لومړنیو مشورو له مخې د رباط سنګي دشت حوض، ګذرې ولسوالۍ کې د ده سرخ او د دشت زنده جان سیمې یې د جوړېدو لپاره غوره شوې دي.
د هرات والي مولانا اسلام جار پر نړیوالو معیارونو برابر د دغه ښارګوټي پر جوړېدو ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې پام کې ده دغه ښارګوټي کې تر ډېره له لمریزې برېښنا څخه کار واخیستل شي.
د هرات د ښار جوړونې رییس وایي، د دغه ښارګوتي د جوړولو لپاره د هغه جغرافیایي موقعیت، شنه سیمه او نورو ارزښتونه په نظر کې نیول شوي دي.
د سلا مشورې دغه ناسته د عالیقدر امیرالمومنین په لارښونې ترسره شوې تر څو د جوړلو لپاره یې تر ټولو غوره موقعیت په پام کې ونیول شي.
د یادونې وړ ده، چې په اوسني ښارګوټي کې اوس مهال تر ۶۰۰ ډېر شرکتونه فعالیت کوي او ټاکل شوې په نوي هغه کې هم سلګونه شرکتونه په کار پیل وکړي.