امنیت

يو قاتل په کابل کې ونيول شو

کابل/ باختر/ د غبرګولي د میاشتې ۲۰ مه
د کابل د امنيې قوماندانۍ پوليسو يو قاتل ونيوه.
د کورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د کابل ولايت د امنيې قوماندانۍ پوليسو پرون يو تن د وژنې په تور د کابل ښار د پنځمې امنيتي حوزې له مربوطاتو څخه ونيوه.
دغه کس د کابل ښار د پنځمې ناحيې د يوه تن اوسيدونکي له وژلو وروسته د تيښتې  په حال کې و چې د پوليسو له خوا ونيول شو.
د يوبل خبر له مخې:
د کابل د امنيې قوماندانۍ د درېیمې امنيتې حوزې پوليسو پرون دوه تن چې غوښتل يې د خلکو پيسې او مبايلونه لوټ کړي؛ د دغې امنيتي حوزې د دواخانې له ګولايي څخه ونيول.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته