
کابل، د وږي ۲۳ مه، باختر
د افغانستان د واليبال ملي لوبډله د چين په کوربتوب په اسیایي المپيکي سياليو کې د ګډون او لوبېدو په موخه د ياد هېواد هانګ جو ښار ته روانه شوې.
د چين په کوربتوب په اسیایي المپيکي سياليو کې به د واليبال سيالۍ د روانې سپټمبر مياشتې په ١٩مه نېټه پيل شي.
د افغانستان د واليبال ملي لوبډله د دغو سياليو په F ګروپ کې له جاپان، اندونیزیا او فيلپين هېوادونو سره لوبې لري.
د واليبال ملي فدراسیوند معلوماتو له مخې د واليبال ملي لوبډلې ته تر دې سياليو وړاندې ١٥ ورځې تمريناتي کمپ هم ورکړل شوى.
ټاکل شوې د چين هېواد په کوربتوب به اسیايي المپيکي سيالۍ د سپټمبر میاشتې پر ۲۳ مه نېټه پيل شي.