نړۍ

په هند کې په يوه ترافيکي پېښه کې لسګونو تنه ووژل شول

نوی ډيلى/ الجزيره/ باختر/ د چنګاښ ١٧مه
د هند د اګرې ښار ته څېرمه د «يامونا اکسپرس» په لويه لاره کې داوبو يو کانال ته           ديو مسافروړونکي بس موټر دلويدو په پايله کې ٢٩ کسان ووژل شول او ٢٢ نور        ټپيان شول.
باختر آژانس د الجزيزې له خولې خبر راکړ: د «يامونا اکسپرس» لويې لارې د پوليسو رييس وويل چې دغه پېښه د موټر چلوونکي د ويده کېدو په دليل رامنځته شوې ده.
دغه بس موټر له نوي ډيلي څخه اوتارپراديش ايالت مرکز لکنهو ښار ته روان و چې
د سهار په څلوروبجو او پنځلسو دقيقو د اوبو په يوه کانال کې وغورځېد.
د «يامونا اکسپرس» لويه لاره د ډيلي ښار له اګرې او وروسته له تاج محل سره نښلوي.
دغه لويه لاره په ٢٠١٢ ميلادي کال کې پرانیستل شوې ده او له هغه وخت څخه تر اوسه په دغه تګلوري کې په ترافيکي پېښو کې ۹۰۰ کسان وژل شوي دي.
په هند کې هر کال څه د پاسه ۱۵۰ زره کسان په ترافيکي پېښوکې وژل کېږي.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته