
کابل، د وږي ۸مه، باختر
د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د پارا پاور لفتنګ فدراسیون ۲ لوبغاړي په نړیوالو سیالیو کې، چې د دوبۍ هېواد په لهبطور ښار کې د ” Dubai 2023 para powerlifting championship ” تر سرلیک لاندې ترسره شوې، تر لوبېدو وروسته بېرته هېواد ته راستانه شول.
په دغو سیالیو کې د ۸۱ هېوادونو لوبغاړوګډون کړی و، چې په پایله کې افغان لوبغاړي محمد فهیم رحیمي په ۸۰ کیلو ګرام وزن کې شپږم مقام ترلاسه کړ.
هېره دې نه وي، چې په دغو سیالیو کې له افغانستان څخه دوو لوبغاړو محمد فهیم رحیمي، سید حسین اغا صداقت او دوو روزونکو ګډون کړی و.