امنیت

په ډنډ غوري کې طالبانو ته د سر دروند زيان .

کابل – باختر د کب دمياشتې ٩
دبغلان ولايت دپلخمري ښار په ډنډ غوري ساحه کې تيره شپه دخورشيد – ٢٠ عملياتو کې ٢٢ تنه وسله وال طالبان ووژل شول دملي دفاع وزارت دځانګړو عمليات دفرقې دلومړى لوا وياند تورن احمد جاويد سليم ددغه ټکي دبيانولو په ترڅ کې دباختر آژانس ته وويل:د ډنډ غورى په ساحه کې تيره شپه دعملياتو په بهير کې د طالبانو له شتون څخه د اکاخيلو ، جوى نوا ودسالګنيانو دکليو په پاکولو سربيره دوه ويشت تنه وسله وال مخالفين چې جګپوړي قوماندانان هم شامل دي ووژل شول او ٢٧ تنه نوريې ټپيان شول.
يوه اړونده خبرځاى وويل: دغه راز د کندز ولايت په دشت ارچي او دفارياب ولايت په مربوطاتو کې دعملياتو په بهير کې دهيواد دښمنانوته د سر دروند زيان واوښت.
ښاغلى سليم په دې ترڅ کې چې په ډنډ غوري ساحه کې د چاڼيزو عملياتو دترسره کولو موخه دترورستانو د ځالو له منځه وړل وبلل ډاډ يې ورکړ چې دغه عمليات به د ترورستي ډلو له شتون څخه د ډنډ غورى تربشپړ پاکولو او دامنيت ترتامينولو پورې دوام ورکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته