
کابل، د لېندۍ ۵مه، باختر
د افغانستان او سريلانکا تر منځ د دريو يو ورځنيو لوبو په لومړۍ لوبه کې افغان اتلانو د یاد هېواد ملي لوبډلې ته په ۶۰ منډو ماتې ورکړه.
دغه لوبه، چې پرون د سریلانکا په پالیکلي لوبغالي کې ترسره شوه، افغان ملي لوبډلې د پچې تر ګټلو وروسته د توپوهنې پرېکړه وکړه، او په ټاکلو ۵۰ اورونو کې يې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره سریلانکا ته د ۲۹۵ منډې هدف ورکړ.
د افغانستان لپاره ابراهيم ځدارڼ تر ټولو ډېرې ۱۰۶ منډې وکړې او له دې سره غوره لوبغاړی ونومول شو او په توپ وهنه کې کې فضل الحق فاروقي څلور، ګلبدين نايب درې، يمن احمدزي دوه او راشد خان يولوبغاړی وسوځاوو او افغانستان ته یې بریا ور په برخه کړه.
د یادونې وړ ده، چې د افغانستان او سریلانکا ترمنځ په دغه لوبه کې، رحمان الله ګوربز ۵۳، رحمت شاه ۵۲، نجيب الله ځدراڼ ۴۲ او ګلبدين نايب ۲۲ منډې وکړې.
افغانمل