اقتصاد

د سالنګ تونل په اوونۍکې د دوو ورځو لپاره د ترافيکو پرمخ تړل کيږي

کابلباختردسرطان ٢٢
دفوايد عامې وزارت مقامات وايي چې دسالنګ تونل د بيا جوړولو په حال کې دى اودغه تونل به تر دوو مياشتو پورې په اوونۍ کې د دريو شپو لپاره په بشپړه توګه د ترافيکو او لارويانو پرمخ تړلى وي.
دباخترآژانس دخبر له مخې: دفوايد عامې وزارت معين احمد شاه وحيد چې نن يې له خبريالا نو سره خبرې کولې د سالنګ تونل د بيا جوړولو دپروګرام په باب معلومات ورکړل.
ده وويل: په تونل کې د قير اچولو کار پيل شوى دى او د هغه د بياجوړولو د کار دګړندي کولو په مقصد په پام کې ده چې تونل په اوونۍ کې درې شپې او دوه ورځې د ترافيکو پرمخ تړلى وي.
ده زياته کړه چې دغه پروګرام ديکشنبې دشپې له دولسو بجو څخه پيل او د چهار شنبې د ورځې ترسهاره پورې دوام مومي. په دې موده کې په تونل کې د ټولو وسايطوتګ راتګ بند دى.
وحيد زياته کړه چې د سالنګ تونل د تړلو پروګرام به تر دوو مياشتو پورې دوام ومومي.
سره له دې چې د فوايد عامې وزارت معين د سالنګ تونل د پخولو د کار پيل او په اوونۍ کې د دريو شپو لپاره ددغه تونل د بشپړ تړل کيدو خبرې کوي؛ زياتوي چې دغه پروګرام دسالنګ تونل د بيا جوړولو د کار پيل يوه برخه ده چې نه شو کولى بنيادي کار يې وبولو.
دفوايد عامې وزارت معين دسالنګ  د تونل  د بنسټيز جوړولو کار لګښتي بولي چې په اوس وخت کې دفوايد عامې وزارت د هغه د تمويلولو توان نه لري.
دسالنګ تونل د کابل_ شمال د لويې لارې يوه مهمه برخه ده. په تيرو وختونوکې په دې تونل کې د لارې بنديدل زموږ هيواد والوته د جدي ستونزو د رامنځته کيدو سبب شوى دى.
دغه راز د دغې لارې بديله لاره دشيبر غاښى دى چې د امنيتي دلايلو له امله خلک کمه استفاده ورڅخه کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته