سیاست

اجراييه رييس : دملي وحدت حکومت دپارلماني انتخاباتو دترسره کولو لپاره چمتوالي نيسي .

کابل باختر دکب يوويشتمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت اجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله  پرون ماښام دملي اقتدار ګوند له مشرتابه غړو سره په کتنه کې وويل چې پارلماني او دولسواليو دشوراګانو انتخابات په راتلوونکي کال کې ترسره کيږي او حکومت په دې کار ژمن دى .
داجراييه رياست مطبوعاتي دفتر  باختراژانس ته خبرورکړ :په دې کتنه کې دهېواد دملي اقتدار ګوند مشر ډاکتر سيد علي  کاظمي  ديولوى لومړيتوب په توګه دپارلمانې انتخاباتو د ترسره کولو دارزښت او اړتيا په باب خبرې وکړې او ويې ويل چې  تيرو تريخو  تجربو ته په پاملرنې  سره انتخابات بايد دقانوني معيارونو له مخې په شفافه او دموکراتيکه فضا کې ترسره شي .
کاظمي زياته کړه چې په تيرو انتخاباتو کې عمومي اراده ترپوښتنې  لاندې لاړه  خو داځل  بايد پراخې انتخاباتي درغلې تکراري نه شي .
دده دڅرګندونوله مخې ،  دملي اقتدار ګوند دشفافو او پراخو انتخاباتو ملاتړ کوي او په دې برخه کې دملي وحدت له حکومت سره  همکار دي .
وروسته ددغه ګوند مشرتابه غړو دانتخاباتو دترسره کولو د څرنګوالي ، امنيتي انديښنو او دهېواد دسياسي حالاتو په باب خپلو وړانديزونه اوطرحې له اجراييه  رييس سره  شريکې کړې .
دوى وويل چې دافغانستان دځمکني بشپړتيا او ددفاع اوساتنې لپاره بايد امنيتي ځواکونه زيات پياوړې شي .
دملي اقتدار ګوند مشرتابه دسرپل ولايت دامنيتي حالاتو په باب انديښنه څرګنده کړه او دهېواد له اجراييه  رييس څخه يې وغوښتل چې په دې باب زياته پاملرنه  وکړي .
وروسته دهېواد اجراييه رييس وويل  چې دملي وحدت دحکومت رهبري دپارلماني او دولسواليو دشوراګانو دانتخاباتو په ترسره کولو ژمن دى او په دې لاره کې اساسي ګامونه اخيستل شوي دي
ډاکتر عبدالله عبدالله دملي اقتدار ګوند دوړانديزونو  او طرحو په باب  څرګنده کړه چې دموجودو امکاناتو له مخې طرحه شويو مواردو دتحقق لپاره هلې ځلې کوي .
دهېواد اجراييه رييس ژمنه وکړه چې دسرپل ولايت په ناامنو  سيموکې دوسله والو مخالفينو دځپلو او دامنيت دتامينولو  لپاره چاڼيز عمليات پيليږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته