خبرونهورزش

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله سبا له ايرلنډ سره خپله لومړۍ لوبه کوي

 کابل، د زمري١٧ مه، باختر

د افغانستان او ايرلنډ د کرکټ ملي لوبډلې سبا د زمري په ١٨مه د ايرلنډ په کوربه توب

خپله  لومړنۍ ٢٠ اوريزه لوبه  کوي.

د افغانستان د کرکټ ملي  لوبډله پرون بلفاست ښار ته رسيدلې ده.

د افغانستان او ايرلنډ د کرکټ د ملي تيمونو ترمنځ  تر اوسه پورې ٥ شل اوريزې لوبې شوي چې ٤ يې افغانستان ګټلي دي.

د افغانستان  او د نړۍ د کرکټ مشهور ستوری راشد خان او محمد نبي عيسي خېل هم  له لوبډلې سره يو ځاى کېږي.

\ ج

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا