خبرونهورزش

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې خپله دوهمه شل اوریزه لوبه هم پر ایرلینډ وبایلله

کابل، د زمري ۲۰مه، باختر
د ایرلینډ لوبډلې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ته په دوهم شل اوریزه لوبه کې د پنځو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.
که څه هم افغان لوبغاړو د لوبې تر پایه د بریا هڅه وکړه، خو ونه توانېدل چې لوبه په خپله بریا پای ته ورسوي.
د لوبې پچه د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې وګټله او په خپله یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
افغان لوبډلې په خپله لومړۍ پاڼۍ کې په شلو آورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته ۱۲۲ منډې جوړې کړې. په ځوابي توپوهنه کې د ایرلینډ لوبډلې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره په نولسم آور کې ټاکل شوی هدف پوره کړ او د پنځو ویکټو په توپير یې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د یادونې وړ ده چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله له ایرلینډ سره درې نورې شل آوریزې لوبې هم لري.
ن.ر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا