خبرونهورزش

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې خپله لومړۍ شل اوریزه لوبه پر ایرلینډ وبایلله

کابل، د زمري ۱۸مه، باختر
د ایرلینډ لوبډلې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ته په لومړۍ شل اوریزه لوبه کې د اوو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.
که څه هم افغان لوبغاړو د لوبې تر پایه د بریا هڅه وکړه، خو ونه توانېدل چې لوبه په خپله بریا پای ته ورسوي.
د لوبې پچه د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې وګټله او په خپله یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
افغان لوبډلې په خپله لومړۍ پاڼۍ کې په شلو آورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته ۱۶۸ منډې جوړې کړې. په ځوابي توپ وهنه کې د ایرلینډ لوبډلې د دریو لوبغاړو په سوځېدو سره په شلم آور کې ټاکل شوی هدف پوره کړ او د ۷ ویکټو په توپير یې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د یادونې وړ ده چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله له ایرلینډ سره څلور نورې شل آوریزې لوبې هم لري.

س.صدیقي

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا