روغتیا

دميربچه کوټ ولسوالۍ شل بستريز روغتون پرانستل شو

– کابل باخترد جدي  دمياشتې ٢٧:

دکابل ولايت  دميربچه  کوټ ولسوالۍ دشل بستريز ولادي اونسايي روغتون ودانۍ نن دعامې روغتيا دسرپرستې ډاکترې ثريادليل له  خوا پرانستل شو.

دباختر اطلاعاتي اژانس  دخبريال دخبرله مخې  په هغې غونډۀ کې  چې له همدي امله جوړه شوې وه دعامې روغتيا وزارت سرپرستې  په لنډو خبرو کې وويل چې دغه ودانۍ  دسيمه ييزي شورا  په وړاندې دملي پيوستون دپروګرام له خوا دڅه ناڅه  لسو مليونو افغانيو په لګښت په يو پوړ کې  په پاخه او اساسي ډول جوړه شوې ده چې دعملياتو خونه دډاکترانو، رنځورپالو خونې  ، درملتون ، بستري ، دنارينه و اوښځينه انتظار خونې او نور ملحقات لري .

دغه راز په دې غونډه کې دکابل والي احمدالله عليزي خبري وکړي او ويي ويل  دکابل ولايت څوارلسو ولسواليو ته يو لړ پروګرامونه ترلاسه لاندي دي چې په بيلابيلو برخو کې  دخلکو ستونزي په انډوليزي ډول به لري شي .

په دې غونډه کې  دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا  وزير جارالله منصوري  دهيواد په ټولو سيمو کې دپرمختيا دبهير له امله خوښي څرگنده کړه او ددغه وزارت پروګرامونو ته يې اشاره وکړه  چې په انډوليز ډول په ټول هيواد کې دستونزو دحل کولو په خاطر پيل شوي دي .

په همدي ترتيب دميربچه کوټ ولسوال عبدالرحيم راشد په دغې ولسوالۍ کې دبيارغاونې دبهير په خاطر له دولتي  او غيردولتي مرکزونو څخه قدرداني وکړه او ددغې ولسوالۍ دبيارغونۍ په برخه کې ددوي دلازياتو همکاريو غوښتنه وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته