خبرونهTOPورزشنړۍ

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په اسیا جام کې خپله لومړۍ لوبه له سریلانکا وګټله

کابل، د وږي ۵مه، باختر
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې ته د اسیا جام په خپله لومړۍ لوبه کې د ۸ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.
د لوبې پچه د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې وګټله او په خپله یې د توپ اچوونې پرېکړه وکړه.
سریلانکا لوبډلې په خپله لومړۍ پاڼۍ کې په شلم آور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره افغان لوبډلې ته ۱۰۵منډې جوړې کړې او ۱۰۶ یې هدف وټاکه. په ځوابي توپوهنه کې افغان لوبډلې د دوو ویکټو په سوځېدو سره په یوولسم آور کې ټاکل شوی هدف پوره کړ او د ۸ ویکټو په توپير یې سریلانکا ته ماتې ورکړه.
ن.ر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا