کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ٧
يو تاريخي اثر چې پخوا دکابل ښار په مربوطاتو کې دامنيتي ارګانونو لاسته ورغلى و نن دملي امنيت دادارې داستازي له خوا ملي موزيم ته وسپارل شو.
دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې :
دملي موزيم رييس عمراخان مسعودي ددغه اثر دترلاسه کولو په وخت کې وويل :
دغه تاريخي اثر چې دانسان يوه مجسمه ده تاريخي لرغونتيا لري او په ملي موزيم
کې دساتلو وړ دي .
ده له ملي موزيم سره دهيواد دامنيتي ارګانونو دهمکارۍ له امله مننه وکړه.
1 د یوې دقیقې څخه لږ