ټولنه

دمبارکي پيغام

کابل باختر د زمري د مياشتې ١٧ مه
د هېواد دخپلواکۍ دبيرته  ترلاسه کولو د ۹۸ مې کالیزې د را رسیدو په مناسبت د افغانستان داسلامي جمهوریت د اجرائیه ریاست د لومړي مرستیال انجنیر محمد خان د مبارکۍ پېغام
د زمري میاشتې ۲۸ زموږ په تاریخ کې هغه زرین باب دی چې د غازي امان الله خان او د هېواد د نامتو مجاهدینو او زړور پوځ په پیاوړو مټو د افغانستان د استقلال په نامه پرانستل شو ؛ انګریزي ښکیلاک چې د استعمار په قلمرو یې لمر غروب نه کاوه د افغان قهرمان ملت په ایماني ځواک او اوچت اعتقادي مورال داسې دړې وړې شو چې په ټوله نړۍ کې یې د ماتې شعارونه پورته شول او د پخواني برم په پرتله وچې کاسې ته کېناست.
د افغان او انګلیس تاریخي جګړو کې د ملي قهرمان وزیر محمداکبرخان، ملامشک عالم اندړ، میر مسجدي خان ، امین الله خان لوګري ، مولوي نجم الدین اخندزاده ، غازي محمدجان خان وردګ او سردار ایوب خان اتلولۍ نه هېریدونکې دي او د هماغو قهرمانیو او حماسو په تسلسل کې غازي امان الله خان د افغانستان پاچا له پاچا کېدو وروسته ملت یو موټی کړ، مجاهدین ، اردو او عام ولس یې د پیرنګي استعمار پر ضد و پارول او ورسره جوخت یې د انګلیسانو له قیومیت نه د افغانستان استقلال اعلام کړ.
موږ دغه ورځ ځکه نمانځو چې زموږ د سلګونو شهیدانو د وینو په برکت زموږ ملت د پردیو له غلامۍ نه آزادۍ ته رسیدلی دی او دیو سرلوړي او سیال ملت په توګه یې د نړۍ په جغرافیه کې سر را پورته کړی او د یو قهرمان ملت په توګه یې د وخت ښکیلاکګر ځواک په ګونډو کړی او په ډیر زبون حالت کې یې له دې خاورې څخه په وتو اړ کړی دی.
دا ورځ موږ ته پېغام راکوي چې اوس هم ، چې هېواد او ملت مو د تاریخ خورا حساس پړاوونه شاته پرېږدي ، هماغسې یوې روحیې ته اړتیا ده چې خپل هېواد له موجوده بحرانونو څخه په بري سره وباسو او یو آزاد ، آباد او سوکاله هېواد ولرو ، د زمري د ۲۸ ورځې په شان ټول ملت له ژبنیو ، سمتي ، مذهبي او خبري تعصباتو پرته يوازي  د افغان مسلمان ملت په توګه د ملي بېرغ تر سیوري لاندې راټول شو او ټول په یوه غږ د موجوده ګواښونو پر وړاندې د بنیان مرصوص په توګه ودرېږو او د ملت  کورنيو اوبهرنيو دښمانانو ته داسې درس ورکړو چې نور زموږ ملت او هېواد خواته په نېغو سترګو ونشي کتلی.
په دې توګه لومړی خپل قهرمان ملت ته د دې بختورې ورځې مبارکي وایم اوبیا الله جل جلا له ته لاسونه لپه کوم چې زموږ د ملت په ټولو اقشارو کې  هماغه د انګریزي ښکیلاک د ماتولو ، وحدت ، ورورګلوۍ او ایثار جذبه را ژوندی کړي ، هېواد ته مو سوله ، امنیت او سوکالي راشي او ټول افغانان د پخوا په شان د ورڼو په څېر یو بل ته د وحدت ، اخوت ، کار او زیار لاسونه ورکړي او خپل هېواد داسې ورغوي چې په نړۍ او سیمه کې له سیالانو سره سیال شو.
د ازادۍ په لاره کې د افغان ملي پوځ سرښندنې، قربانۍ او مېړانې د ستایلو وړ دي او لازمه ګڼم چې د خپلواکۍ دغې مبارکې ورځې مبارکي د پوځ هغه سرتیرو ته په ځانګړې توګه وړاندې کړم چې اوسمهال هم د جنګ په تودو سنګرونو کې د خاورې او هېواد په دفاع بوخت دي او د هېواد د ازادۍ لپاره هرې سرښندنې ته چمتو دي.
د آزادۍ د لارې شهیدانو ته سلام کوم او اوسنيو شهیدانو ته چې د جګړې په تودو سنګرونو کې د هېواد د سوکالۍ لپاره خپلې وینې د خدای په لاره کې نذرانه کړې دي فردوس جنتونه غواړم.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته