فرهنګ

دټولنيز مصوونيت له برخو سره درسنيو دملاتړ دجلب کنفرانس جوړ شو .

کابل باختر د ليندى  دريمه :
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت نن دټولنيزمصوونيت له برخو سره درسنيو دملاتړ دجلبولو په موخه دحکومت درسنيو په مرکز کې  يو کنفرانس جوړکړ .
  دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې ددغه کنفرانس دپرانستلو په غونډه کې داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دخپرونو دچارو معينې پوهنيارې  سيدې مژګان مصطفوي  وويل چې افغانستان دپرمختيا په حال کې دى او دې ته اړتيا ده چې رسنۍ دې دټولنيز مصوونيت له برخو سره لازمه همکاري ولري .
پوهنيارې مژګان مصطفوي  داطلاعاتو او فرهنګ وزارت  دخپرونو دچارو دمعينې په توګه له ټولو چاپي تصويري او اوريدونکو رسنيو څخه چې په وروستيو کلونوکې يې دستونزو او شخړو په وړاندې بې توپيره نه وو او ښه پروګرامونه يې وړاندې کړي دي مننه وکړه .
دخپرونو دچارو معينې وويل افغانستان يوله هغو هېوادونو څخه دى چې زموږ  رسانه يي  نظام  دقانون له مخې ازاد دى خو ډيره مهمه موضوع داده چې دغه ازادي له ټولنيز مصوونيت سره يوځاى وي .
پوهنيارې مژګان مصطفوي  دهېواد له ټولو رسنيو څخه قدرداني وکړه او هغوى ته يې بلنه ورکړه چې دښځو او ماشومانو پرخلاف له تاوتريخوالي ، نشه يي توکو دانسان دقاچاقو او تښتونې پرخلاف  مبارزه او دغه راز له ساري ناروغيو سره په مبارزه کې داطلاعاتو اوفرهنګ له وزارت او له نورو اړوندو ادارو سره مرسته اوهمکاري وکړي .
دخپرونو دچارو معينې وويل چې موږ دښځو پرخلاف  دتاوتريخوالي دله منځه وړلو دشپاړلسم  پروګرام چې د نوامبر دمياشتې په ٢٥ نيټه پيليږي  په درشل کې يو اوله رسنيو  څخه غواړو چې درسنيو دقانون له ٤٥ مادې سره سم دجګړې  او تاوتريخوالي دقربانيانو  دهويت او تصويرونو  له خپرولو  څخه په داسې  ډول چې دهغوى ټولنيز حيثيت  ته زيان رسوي  ، ډډه وکړي .
دې زياته کړه چې زموږ هېواد دانسان تښتونې  او قاچاقو له ستونزو سره لاس اوګريوان دى او له  دغو پديدو سره دمبارزې په کار کې دخلکو دپوهاوي په کارکې درسنيو کارنده همکاري غواړو .
دخپرونو دچارو معينې  څرګنده کړه چې له بده مرغه  د هېواد زياتره رسنۍ دجګړې خبرونو ته دخپلو خبري پروګرامونو په سرکې  ځاى ورکوي او بايد رسنۍ دهېواد دبيلابيلو برخو پراختيايي او عمراني خبرونو ته دخپلو خبري پروګرامونو په سرکې ځاى ورکړي .
په دې کنفرانس کې دعامې روغتيا وزارت دروغتيايي خدمتونو دوړاندې کولو معينې ډاکترې  ناجيې طارق  ددې تر څنګ چې له رسنيو څخه له نشه يي توکو سره دمبارزې ،دتنباکو دکارولو دزيانونو دبيانولو او دساري ناروغيو په برخو کې ددغه وزارت دهمکارانو په توګه قدرداني وکړه دخلکو دلازيات پوهاوي په لاره کې يې دروغتيايي پرګرامونو په خپرولو کې درسنيو دزياتې همکاريو غوښتنه وکړه .
دغه راز له نشه يي توکو سره دمبارزې  دچاروز وزارت معين سيدفيصل حسيني وويل: رسنۍ کولاى شي چې دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزې په کار کې داساسي رول په لوبولو کې ددغه وزارت ښې همکارانې وي .
دکنفرانس په پاى کې دپيښو دڅيړنو په چارو کې  ددولت وزارت سرپرست محمد قاسم حيدري په پيښو دخلکو دپوهاوي په کار درسنيو رول ارزښتناک  وباله او له رسنيو څخه يې وغوښتل چې دهېواد په بيلابيلو برخو کې ددغې ادارې دفعاليتونو دبيانولو او هم دپيښو په مخنيوي کې له دغې ادارې  سره مرسته وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته