کابل باختر دکب دمياشتې ٤ :
دکابل پوليتخنيک پوهنتون خبرتيا
د مسلکي انستيتونو هغو ټولوفارغانو ته چې پخوا يې د کابل پوليتخنيک د اختصاصي کانکور د آزموينې د شموليت فورمه ترلاسه کړې ده او پړاوونه يې بشپړ کړي دي؛ خبر ورکړل کيږي چې د اختصاصي کانکور د آزموينې د شموليت کارتونه د روان کال د کب د مياشتې له پنځمې نيټې د سه شنبې له ورځې څخه تر لسمې نيټې پورې د کابل پوليتخنيک پوهنتون د محصلانو د چارو په آمريت کې ويشل کيږي او د روان کال د کب د مياشتې په يوولسمه نيټه د دوشنبې د ورځې د سهار په اته نيمو بجو آزموينه يې اخيستل کيږي .
د آزموينې په ورځ د تابعيت د تذکرې، اصل په آزموينه کې د شموليت کارت، پنسل، قلم، پنسل پاک او قلم تراش له ځان سره ولري او په ژمنيو تودو جامو دې سمبال وي.
5 1 دقیقه لوستل