امنیت

د پوليسو په امنيتي فعاليتونوکې ٧٥ تنه ډار اچوونکي ووژل شول

کابل باختر د ثور دمياشتې ١٢ :
په تيرو ٢٤ ساعتوکې د پوليسو د امنيتي فعاليتونو په بهيرکې٧٥تنه ډاراچوونکي ووژل شول.
د کورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبرورکړ:
په دغو عملياتوکې  چې د بدخشان، زابل، ارزګان، هرات، سرپل،فارياب، پکتيکا، هلمند او د خوست د ولايتونو په مربوطاتو کې ترسره شول؛ له امله يې  ٧٥ تنه وسله وال طالبان ووژل شول، ٣٥ تنه ټپيان او دوه تنه نور ډار اچوونکي ونيول شول.
په دغو فعاليتونوکې يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل هم د ملي پوليسو لاسته ورغلي دي.
دغه راز د ملي پوليسوځواکونو په تيرو ٢٤ ساعتوکې د کابل، ننګرهار، دايکنډي، قندهار او د پکتيکا د ولايتونوپه مربوطاتوکې د ماين د چاودنې د اوو پيښو مخه ونيوله .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته