نړۍ

د هند حکومت د طالبانو نوى مشر دغه هيواد ته جدي ګواښ بولي

نوي ډيلي  باختر د زمري څوارلسمه :
د (ټايمز اف انډيا) ورځپاڼې په يوه سياسي تحليل کې د افغانستان د طالبانو د نوي مشر انتخاب هند ته يو ستر خطر وباله او ويې ويل چې د افغانستان د طالبانو په نوي مشر د پاکستان د امنيتي او اطلاعاتي دستګاوو نفوذ، هندله زياتو ستونزو سره مخامخ کوي.
باختر آژانس د بهرنيو خبرځايونو له خولې خبر راکړ:
د طالبانو نوى مشر کلونه کلونه د پاکستان تر فرمان او لارښوونې لاندې دى .
دغې ورځپاڼې څرګنده کړه: د طالبانو نوي مشر (ملا محمد منصور) مخکې له دې (مسعود اظهر) چې د ١٩٩١ کال د الوتکې په تښتونه کې لاس درلود؛ د الوتکې تښتونې مسووليت منلى و .
دغه هندي ورځپاڼه دطالبانو دنوي مشر دمرستيال سراج الدين حقاني سوابقو ته په اشارې سره ليکي: دى په  ٢٠٠٨ ميلادي کال کې په کابل کې د هند د سفارت په وړاندې د بمي بريد په دليل چې د يوه ديپلومات په ګډون ٥٨ تنو د وژل کيدو سبب شو؛ په بشپړه توګه په يوه پيژندل شوي شخص بدل شوى دى .
په دې تحليل کې ويل شوي دي: د طالبانو په نوي مشر پورې اړوند سراج الدين حقاني هم د افغانستان د پخواني جمهور رييس حامدکرزي پرخلاف ناوړه قصد رهبري کړى دى .
ويل کيږي؛ په افغانستان کې د طالبانو د فعاليت مسووليت به د حقاني په اوږو کيښودل شي چې دا په افغانستان کې د هند د ګټو د ګواښ مانا لري .
د دغه تحليل په يوه برخه کې زياته شوې ده چې حقاني د خپل پلار جلال الدين حقاني په ملګرتيا د پاکستان له اطلاعاتي سازمانونو سره نږدې همکاري لرله.
دغه  ورځپاڼه د دغه تحليل په دوام د طالبانو د مشرانو ترمنځ د حقاني شتون او هغه رول چې دى يې د افغانستان له دولت سره د سولې په خبروکې په غاړه لري؛  د هند لپاره د يو ګواښ په توګه بولي .
دغې ورځپاڼې وليکل: ملا منصور چې ويل کيږي د پاکستان د اطلاعاتي سازمان مهمه کړې ده؛ کرار کرار د خپل  دريځ ټينګولو په حال کې دى .
رحيم الله يوسفزي چې د طالبانو يو پيژندل شوى ناظر دى؛ اعلام کړى دى چې منصور د خپل يوه هميشني سيال يعنې  ملا عبدالقيوم  ذاکر ملاتړکوي .
ويل کيږي د طالبانو هغه مشران چې پخوا يې ملاعمر انتخاب  کړي وو؛ همدا اوس يا په جيل کې شپې سبا کوي او يا هم وژل شوي دي .
دغې ورځپاڼې په دوام کې وليکل: منصور د پاکستان له خوا د سولې د خبرو  د لارښوونې لپاره انتخاب شو. په داسې حال کې چې هند له طالبانو سره د افغانستان د سولې په خبروکې  کوم رول نه لري او د طالبانو نوى مشر کولاى  شي نوي ډيلي او نورو هيوادونو ته جدي ستونزې پيداکړي .
په دې تحليل کې زياته شوې ده: پاکستان له مودو مودو راپديخوا د يو داسې هيوادپه توګه چې افراطي ډلې رهبري کوي؛ پيژندل شوى دى، خو ريښتينې  پوښتنه دا ده چې آيا اسلام آباد غواړي  د سولې خبرې په اوسنې بڼې سره پرمخ لاړې شي؟ يا دغه هيواد بله نقشه په سرکې لري؟

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته