امنیت

د لوګر د ولايتي شورا غړې نفيسه هجران ټپي شوه

– کابل / د چنګاښ ۱۶ مه / باختر
ناپېژاندو وسله والو کسانو نن د لوګر په مرکز پُل علم ښار کې د نفيسې هجران د سپرلۍ پر موټر ډزې وکړې چې دا او چلوونکى يې ټپيان کړل.
د لوګر د والي وياند ديدار لونګ باختر آژانس ته وويل: ناپېژاندو وسله والو کسانو د پُل علم ښار په بيرغ څلورلارې کې د لوګر د ولايتي شورا د غړې نفيسې هجران پر موټر ډزې وکړې چې پايله کې نفيسه هجران او چلوونکى يې ټپيان شول.
لونګ وويل چې د لوګر د ولايتي شورا غړې او چلوونکى يې اوس تر درملنې لاندې دي او د هغوى روغتيايي حالت مخ په ښه والي دى.
پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته