
کابل، د وږي ۱۸مه، باختر
په اسلام اباد کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر سردارد احمد شکیب د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي آصف دراني سره په کتنه کې د تورخم دروازې بندېدل د دواړو هېوادونو په زیان بللې او ټینګار یې کړی چې د پاکستان حکومت باید ژر تر ژره یاده دروازه پرانېزي.
پاکستان کې د افغانستان سفارت په یوه خبرپاڼې کې ویلي، چې په دغه کتنه کې د تورخم دروازې د بندېدو له امله د مسافرو، ناروغانواو سوداګرو د ستونزو په اړه تفصیلي خبرې وشوې.
په دغه کتنه کې شکیب وویل، چې د دروازې بندېدل د دواړو هېوادونو په زیان دی، او ټینکار یې وکړ چې د پاکستان حکومت باید ژر تر ژره یاده دروازه پرانیزې، چې هلته بند مسافر او سوداګر ډېر په ستونزمن حالت کې دي.
د خبرپاڼې له مخې؛ ورته مهال آصف دراني وویل دوی هم په همدې فکر دي چې د دروازې تړلو سره دواړو غاړو عام خلک ته زیان رسېږي او له خپلو اړونده اداراتو څخه يې د تورخم دروازې د ژر خلاصون غوښتنه کړې ده.
دراني دغه راز هیله څرګنده کړه هرڅومره ژر چې ممکن وي د تورخم دروازه به د تګ – راتګ او سوداګرۍ پرمخ خلاصه شي.