نړۍ

امريکا دطالبانو دليږدونې خطرونه څيړي

دامريکا دمتحده ايالاتو داستخباراتو  رييسانو پرون ددغه هيواد دکانګرس ته وويل  چې  جمهوررييس اوباما دولت له اطلاعاتي سازمانونو څخه غوښتي دي چې له افغان پوځي مليشو سره دسولې دمعاملې دترسره کولو دهڅو ديوې برخې په توګه يو دريمګړي هيواد ته  دپنځوتنوجګپوړو بندي طالبانو د ليږدونې  دخطرونو په باب زياتي څيړنې  وکړي .

دامريکا داستخباراتو مامورينو دکانګرس دسنامجلس اطلاعاتو په کميټه کې  دڅرگندونو په ترڅ کې  نه دى مشخص کړي چې دغه بنديان  به کوم هيواد ومني  خو رويترز او نورو حبري اژانسونو خبرورکړي دي چې بنديان به ًقطر ته چې دسولې په خبرو کې منځگړيتوب کوي ، وليږدول شي .

دامريکا داستخباراتو  دسي   آى  اى   دسازمان  رييس وويل چې داوباما دولت مقاماتو ته يې دډيرو نويو څيړلو زمينه برابره  کړې ده  چي وروستۍ  يې په٢٠٠٩  ميلادي کال  کې دګوانتانامو له جيل څخه  دطالبانو دپنځو تنو جګپوړو مشرانو دليږدونې امنيتي خطرونو په اړوند برابره شوې ده.

په هغه صورت کې  چې دغه پنځه تنه  وليږدول شي  دبندي په توګه  اويا څه ناڅه تر سختي څارنې لاندې به وي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته