
کابل، د غبرګولي ۷مه، باختر
افغانستان فوټسال ملي لوبډلې په دویمه دوستانه لوبه کې لبنان ته د ۳-۴ په توپیر سره ماتې ورکړه.
د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست ویلي، چې دغه سیالۍ تېره ورځ ترسره شوه، چې د افغانستان لپاره په کې رضا حسین پور او علي امیري د افغانستان په ګټه ۴ ګولونه ووهل او لبنان ته یې د ۳-۴ په توپیر سره ماتې ورکړه.
د یادونې ده د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله له لبنان سره د ۳ دوستانه لوبو د ترسره کولو لپاره بیروت ته تللې ده او د دواړو ټیمونو وروستۍ لوبه به سبا ترسره شي.
جهانیار