ټولنه

په غور ولايت کې مصيبت ځپلي سيمې تثبيتيږي

له پيښو سره دمبارزې دتياري دادارې لوى رييس ديوه هيئت په مشرۍ نن دغور ولايت مرکز چغچران ته ورسيد

 دباختر داطلاعاتي اژانس دخبريال دخبر له مخې ده ددغه ولايت دادارو او له  پيښو سره دمبارزې دتياري ادارې  له  رييسانو سره په غونډه کې وويل، ددغه ولايت دولسواليو په کچه  دهيئت  په ټاکلو سره  به  په مصيبت  ځپلو سيمو کې دزيانمنو شويو کسانو شمير تثبيت شي .

 په دې غونډه کې دغور دولايتي شورا رييس فضل الحق احسان ددولتي ادارو او خلکو په استازيتوب دواوري داورښت په ورځو کې دغور ولايت دمواصلاتي لارو دپرانستي ساتلو غوښتنه وکړه .

 دغور ولايت دهيواد د سړو سيمو يو ولايت دى چې هرکال  له پنځو  څخه تر شپږو مياشتو پورې  مواصلاتي لارې  دواوري داورښت له امله  د ترافيکو پرمخ تړل کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته