ټولنه

دسرحدونو اوقبايلو دچارو دوزارت په سلاکاربريد وغندل شو

کابل باختردزمري دمياشتې ١٥ :
دسرحدونو اوقبايلو دچارو وزارت ددغه وزارت  دقومي شخړو دحل کولو په سلاکار محمدايوب زرين  پرخلاف وسله وال بريد په کلکه غندلى دى .
په محمدايوب زرين پرون  دکابل _ جلال آباد په لويه لاره کې دناپيژندل شويو وسله والو کسانو له خوا بريد وشو چې له امله يې  دى ټپي  او دوه تنه ساتونکي يې ووژل شول.
دسرحدونو اوقبايلو دچارو وزارت  دخپرونو رياست باخترآژانس ته خبرورکړ:
دسرحدونو اوقبايلو دچارو وزارت  مسوولين  په داسې حال کې چې  دخلکو
ددښمنانو دغه وحشيانه اوډارن عمل غندې له دولت څخه يې غوښتي دي چې ددغې قضيې عاملين ونيسي اوسزاورکړي.
دسرحدونو دچارو وزارت مسوولين محمدايوب زرين ته  دروغتيا هيله کړې ده  اودوژل شويو پاتې کسانو ته دلوى خداى  (ج) له دربارڅخه دجميل صبرهيله کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته