ورزش

دافغانستان دکرکټ دغوره ليک دسياليو لومړى مقام دبلخ تيم وګاټه .

کابل باختر دتلي  ديرشمه :
دبلخ دکرکټ ټيم  دافغانستان دشل اوريزو سياليو اتل شو .
دغه ټيم په وروستى پړاو کې  دکابل  دکرکټ له ټيم سره مخامخ شو او دکابل ټيم ته يې ماتې ورکړه .
دباختر اژانس دخبرله مخې،  لوبه  دکابل ټيم پيل کړه او دغه ټيم يوسلو درې ديرش منډې هدف وټاکه چې دبلخ دکرکټ ټيم په اتلسم  اور کې وکولاى شول دغه هدف پوره او داتلوالۍ جام ترلاسه کړي  .
دکرکټ غوره ليګ سيالۍ  دبلخ ، پکتيا ، ننګرهار ، او قندهار دټيمونو په ګډون دعربي متحده اماراتو د شارجې په نړيوال لوبغالي کې پل شوې وې  چې دبلخ  ټيم درې سوه زره امريکايي ډالر او دکابل دځوانانو ټيم ددويم مقام په ترلاسه کولو سره سل زره امريکايي ډالره  دجايزې په توګه ترلاسه کړل .
  ختم_ سعيده _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته