ښوونه او روزنه

د ننګرهار پوهنتون د آنلاين کورسونو د مضامينو د ثبت ستډيو پرانيستل شوه

کابل/ باختر/ د وږي٢٥مه
د ننګرهارپوهنتون رييس پوهاند ډاکترخليل احمد بهسودوال ددغه پوهنتون د آنلاين کورسونو د مضامينو دثبت ستډيو پرانيستله.
د باختر آژانس د خبرله مخې: په دې ستډيو کې د پوهنتون مضامين په برېښنايي ډول ثبتيږي او د انترنټ له لارې د ننګرهار پوهنتون او د هېواد د نورو پوهنتونونو د محصلانو په واک کې ورکول کيږي.
دغه ستډيو د ثبت په عصري وسايلو سمباله ده او د لوړه زده کړو وزارت له پرمختيايي بودجې څخه د نږدې يو ميليونو افغانيو په لګښت جوړه شوې ده.
د دغې ستډيو د پرانيستلو په مراسمو کې د ننګرهار پوهنتون رييس وويل چې د دې ستډيو په جوړولو سره نه يوازې د ننګرهار پوهنتون محصلان، بلکې د هېواد د ټولو پوهنتونونو محصلان به ورڅخه استفاده وکړي.
هغه زياته کړه چې د لوړو زده کړو وزارت د مشرتابه له لارښوونې سره سم، په لومړي پړاوکې د اسلامي ثقافت مضامين د شرعياتو پوهنځي د استادانو په همکارۍ ثبتيږي او د انترنټ له لارې به د پوهنتونونو د محصلانو په واک کې ورکړاى شي.
پاى ج ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته