
کابل، د زمري ۱۶مه، باختر
د افغاني سرې میاشتې مرستیال ملا نورالدین ترابي او مل پلاوي د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان لپاره د بریتانیا له سفیر رابرټ ډیکسن او مل پلاوي سره وکتل.
په دغه کتنه کې د افغاني سرې میاشتې مرستیال ملا نورالدین ترابي له افغانستان سره د بریتانیا د هېواد د وروستیو بشري مرستو له کبله مننه وکړه او د سوري زړه په ناروغۍ د اخته ماشومانو او د رواني ناروغانو د درملنې او له پېښځپليو سره د بشري مرستو برخو کې یې له افغاني سرې میاشتې سره د لاډېرو همکاریو غوښتنه وکړه.
په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د بریتانیا سفیر رابرټ ډیکسن له افغاني سرې میاشتې سره د هر اړخیزو همکاريو ژمنه وکړه.
ع.ا