خبرونهسیاستتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د افغانستان نا امنه ښودل د خلکو او ځان تېر اېستل دي چې بايد پاى ته ورسېږي

 کابل، د ليندۍ  ۸مه، باختر

افغانستان سياسي او امنيتي حالت مثبت تګلورى لري چې د اندېښنې وړ نه دی او بايد بهرني سياستوال د افغانستان په اړه خيالي مفکوره ونلري.

د باختر آژانس مبصر ليکي: په وروستيو ورځو کې د يو شمېر هېوادونو ترمنځ د افغانستان په اړه زياتې څو اړخيزې او دوه اړخيزې غونډې او خبرې او يا ټيلفوني خبرې اترې ترلاسه شوي او يو شمېر هېوادونه هلې ځلې کوي تر څو د افغانستان په اړه يوې اجماع ته ورسېږي او په ټوليزه توګه په سيمه کې د حالت د ښه والي لپاره د افغانستان په اړه خبرو ته ترجېح ورکوي دا يوه ښه خبره او ديپلوماتيک عرف دى خو دا چې په افغانستان کې حالات د اندېښنې وړ بلل کېږي او يا هم د نورو هېوادونو په لور له افغانستان څخه د خطر د رامنځته کېدو آوازې خپرېږي، دلته معلومېږي؛ چې يا سياستوال تېر ايستل شوي او يا دا چې د خپلو لوړو هدفونو لپاره په افغانستان کې د ستونزو د ستر ښودلو په فکر کې دي.

دا سمه ده، چې په افغانستان کې يو شمېر ستونزې چې زياتره يې اقتصادي شتون لري، چې د دغو ستونزو عوامل هم معلوم دي، خو نه شي کېداى په دغه هېواد کې د نا امنيو او يا د سياسي تاوتريخوالي خبره وکړي، ځکه واقعيت دا دى؛ چې دغه شان خبرې په افغانستان کې شتون نه لري او نه يوازې په هېواد کې خلک د بې ساري امنيت شاهدان دي بلکې؛ ګاونډي هېوادونه هم د افغانستان له پلوه کوم ګواښ او يا د کومې ستونزې شاهدان نه دي.

که چېرې د افغانستان په کوم ګاونډي هېواد کې کومه پېښه رامنځته کېږي بايد دلايل يې د هماغه هېواد په کورنيو ناخوالو کې ولټول شي نه دا چې د افغانستان په لور ګوته ونيول شي او ملامتي يې د افغانانو پر غاړه واچول شي.

د افغانستان ګاونډي او يا د سيمې هېوادونه چې د اسلامي امارت له بيا برياليتوب مخکې له ستونزو سره مخ و نن هم چې هره ستونزه په دغو هېوادونو کې رامنځته کېږي ملامتي يې د افغانستان پر اسلامي امارت اچول کېږي او په خپلو هېوادونو کې د عامه ذهنونو د ګډوډولو لپاره له افغانستان څخه د نا امنيو صادرول طرحه کوي په داسې حال کې چې دغه شان ادعاګانې د ستونزو له رامنځته کولو پرته بل څه نه دي.

زموږ موخه دا ده، چې هر جمهور رييس، هر سياستوال او هر ديپلومات چې په يوه غونډه کې ګډون کوي بايد د واقعيتونو د بيانولو په فکر کې وي.

ښه دا ده، چې د افغانستان ګاونډي او د سيمې هېوادونه رغنده ديپلوماسي غوره کړي چې هدف يي سيمه ييزه همکاري، تعامل او متقابل درک او د ګډو پروګرامونو جوړول وي.

د افغانستان نا امنه ښودل د خلکو او د ځان تېر ايستل دي، چې بايد پاى ته ورسېږي.

د افغانستان سياسي او امنيتي وضعيت د بدلون په حال کې دى، دا د اندېښنې وړ خبره نه ده او بهرني سياستوال بايد له افغانستان سره خيالي پرتله و نه کړي.

ذ \ ج

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا