کابل، د لېندۍ ۲۸مه، باختر
په پنجشېر کې د ۳۷ ښوونځیو او ۳ ديني مدرسو ودانۍ تربیا رغولو وروسته ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.
د دغه ولايت د پوهنې رئيس مفتي حبيب الله نوري قتاده باختر آژانس ته وويل، چې دغه ودانۍ د یاد ولايت په مرکز بازارک او ولسواليو کې بیا رغول او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.
هغه زیاته کړه چې د دغو ودانیو په بیا رغولو ۵ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی چې د پوهنې وزارت له لوري ورکړل شوی دی.