امنیت

يو بهرنى دکابل ښار د وزير محمد اکبر خان په ساحه کې ووژل شو

کابل باختر د کب شلمه :
يو سويډنى نن د دوو تنو وسله والوکسانوله خوا دکابل ښار د وزير محمد اکبرخان په ساحه کې ووژل شو.
دکابل ښار د پوليسو د لسمې حوزې آمر نجيب الله سمسور ددغه خبر په تاييدولو سره د باخترآژانس خبريال ته وويل چې په دغه سويډني تبعه د دوو تنو له خوا چې په بې غږه تومانچو سمبال  وو؛ بريد وشو.
د ده د څرګندونو له مخې: دغه سويډني  تبعه د ايمرجنسي روغتون ته دليږدونې په لاره کې سا ورکړې ده.
  سمسور زياته کړه چې ددغه پيښې په اړوند دوه تنه دپوليسو له خوا نيول شوي او تحقيقات دوام لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته