امنیت

يو ډاراچوونکى ووژل شو

کابل باختر دمرغومي دمياشتې ١٦ :
دغبار_ ٧ په نامه دګډومحاربوي او چاڼيزعملياتو په بهيرکې  يو ډاراچوونکى ووژل شو  او پنځه تنه نورټپيان شول.
د٢٠١ سيلاب قول ا ردو مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ :
د غبار_٢ په  نامه  د ملي اردو ، ملي پوليسو ، سيمه  ييزو پوليسو ،  دچټک غبرګون پوليسو، دامن او نظم دپوليسو ،د وګړني پاڅون کوونکو او دملي امنيت 
دمنسوبينوپه ګډون ګډ محاربوي او چاڼيزعمليات  چې دکاپيساولايت دتګاب په ولسوالۍکې   د٢٠١ سيلاب قول اردو ددرېمې پلې لوا دقوماندانۍ په رهبرۍ  دامنيت دتامينولو اوپه بشړ ډول د ډاراچوونکو دځپلو په مقصد دوه ورځې مخکې پيل شوي و له امله يې يو تن ډار اچوونکى ووژل شو اوپنځه تنه نور ټپيان شول.
دغه راز ددغو عملياتو په بهيرکې يوشميرکلي د دولت دوسله والو مخالفينو له شتون پاک شوي  او عمليات په برياليتوب سره دوام  لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته