امنیت

د طالبانو د ډلې لس تنه غړي له امنيتي ځواکونو سره په جګړه کې ووژل شول.

کابل – باختر د مرغومي دمياشتې دويمه
دوسله والو طالبانو د ډلې لس تنه غړي دملي اردو په چاڼيزو عملياتوکې ووژل شول.
دملي دفاع وزارت نن ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي دافغانستان ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو په تيرو ٢٤ ساعتو کې دهيواد په بيلابيلو سيمو کې ګډ يرغليز عمليات ترسره کړل چې له امله يې لس تنه ډار اچوونکي ووژل شول او د دوى دشپږو تنو قوماندانانو په ګډون ديرش تنه ټپيان او ١٢ تنه مشکوک کسان ونيول شول.
دغه عمليات دهيواد دهوايي او توپچي قوتونو په ملاتړ دننګرهار ، نورستان،غزني،پکتيکا،روزګان،زابل،فراه،فارياب، کندز او دهلمند دولايتونو په مربوطاتو کې ترسره شول.
بايد وويل شي چې دنورستان ولايت د دو آب ولسوالۍ په مربوطاتو کې د طالبانو پنځه تنه قوماندانان ټپيان شول دوى غوښتل يو شمير ماينونه په امنيتي او دفاعي ځواکونو دبريد په مقصد دنورستان ولايت په مربوطاتو کې ښخ کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته