کابل / د کب ۱۹ مه / باختر
د افغانستان د باولینګ ملي فدراسیون نن د مارچ د اتمې (د ښځو د نړیوالې ورځې) په مناسبت، د باولینګ کارو نجونو ترمنځ سیالي ترسره کړه.
د هېواد د باولینګ فدراسیون رییس ادریس فاروقي باختر آژانس ته وویل چې په دغو یوه ورځنۍ سیاليو کې څلورو غوره ورزشکارو نجونو برخه واخیسته.
فاروقي زیاته کړه چې د دغو سیالیو په پای کې سونا سلطاني لومړی مقام او نیلي افغان دویم مقام وګاټه .
د هغه د څرګندونو له مخې؛ د دغو سیالیو د ترسره کولو موخه د ښځې د نړیوالې ورځې درناوی او د نجونو ترمنځ د باولینګ ورزش وده ده.
پای/شکریه
5 د یوې دقیقې څخه لږ