اقتصاد

د ننګرهار له ګمرک څخه ۶۷۵ میلیونه عواید ترلاسه شوي دي

کابل / د وږي ٢٢مه / باختر د ننګرهار له ګمرک څخه په تېرو اتو ورځو کې ۶۷۵ میلیونه افغانۍ عواید ترلاسه شوي او د دولت خزانې ته سپارل شوي دي. ځايي چارواکي وايي چې د اصلاحاتو په رامنځته کېدو سره به د ننګرهار د ګمرک عواید له دې هم لوړ شي. د ننګرهار د ګمرک رییس نصر الله صاحبزاده د کرونا ويروس د ويرې ختمېدل، د سوداګريزو چارو ګړنديتوب، اصلاحات، شفافيت، سوداګرو ته د قانوني استانتیاوو رامنځته کول او په چارو کې همغږي د عوایدو د لوړېدو لامل په ګوته کړ. پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته