نړۍ

د داعش د ډلې په واک کې د امريکا د هوايي مرستو د لويدو په باب تحقيق

واشنګټن بى پى سي – باختر د تلې دمياشتې ٣٠
د امريکا د دفاع وزارت مقامات وايي: د هغې ويډيو د څيړنې په حال کې دي چې په ښکاره ښيي د وسلو هغه انډي چې له هوا څخه د سوريې په کوباني ښارکې کردي جګړه مارانو ته ليږل شوي و، د داعش د ډلې لاسته ورغلي دي.
پرون د سپکو وسلو، مهماتو او د نورو جنګي وسايلو په ګډون نږدې ٢٧ انډي د امريکا له (سي – ١٣٠ ) الوتکو سره د کوباني ښار مدافعو کردي پوځي مليشو ته وغورځول شول.
د امريکا د دفاع وزارت يوه وياند امير البحرجان کربي وويل چې په زيات ګومان سره دغه انډي د کردانو لاسته ورغلي دي خو د نوې ويډيو په باب تحقيق دوام لري.
د داعش ډلې ته نږدې کسانو پرون په انټرنت کې يوه داسې ويډيو خپره کړه چې د وسلو يو انډى چې په ښکاره د امريکا له خوا غورځول شوى و؛ د جګړه مارانو په لاس کې ښوده.
په بريتانيا کې د سوريې د بشر د حقوقو د مدافعې ډلې فعالانو هم وويل چې جګړه مارانو د وسلو يو انډى ترلاسه کړى دى.
اميرالبحرجان کربي وويل: نشي کولاى د ويډيو اصالت تاييدکړي .
خو ده وويل : په مسلمه توګه دا هماغه مواد دي چې غورځول شوي دي. له دې امله ناشونې نه ده چې دغه شان کار شوى وي .
د داعش د ډلې جګړه مارانو په نسبي ډول له دوه ورځنۍ آرامۍ وروسته د دوشنبې په ورځ د کوباني ښار پرخلاف په سخت بريد لاس پورې کړ.
پخوا ويل شوي و چې يو انډى په تيروتنې سره غورځول شوى دى او په نتيجه کې يې بمبارد شوى دى چې د داعش د ډلې لاسته ور نشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته