ټولنه

شپیتو تنو زده کوونکو ته د وړیا زده کړو زمینه برابره شوه

کابل باخترد کب دمياشتې دوه ويشتمه
په روزګان ولایت د سرې میاشتې له خوا شپیتو تنو زده کوونکو ته د وړیا زده کړو زمينه برابره شوه.
د سرې میاشتې ولایتي دفتر مسؤل سید محی الدین صدیقي باختر آژانس ته  وویل چي دغه کورس د سرې میاشتې ټولنې له خوا شپیتو تنو زده کوونکو ته جوړ شوی چې زده کوونکي به وکولای شي په دغه پروګرام کې د کمپیوټر، انګلیسي، ریاضي او دیني مضامینو زده کړې په وړيا ډول ترسره وکړي.

صدیقي پر نورو ادارو او خیریه ټولنو هم غږ وکړ چې له دوی سره پدې برخه کې مرستې وکړي .
د روزګان د والي مرستيال عبدالواحد پټان د سرې میاشتې ټول بشري خدمتونه او په ځانګړي ډول داسي پوهنیز پروګرامونه وستایل او ددغه ولایت د ځوانانو لپاره یې خورا ګټور وبلل.
د یادونې وړه ده چې دوې میاشتې مخکي هم په دغه ولایت کې د ولایت مقام له لوري لسګونه زده کوونکو ته د وړیا زده کړو مرکز پرانیستل شوی و.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته