امنیت

په پروان کې د غير مسوولو وسله والوکسانو د شتون له امله انديښنې

کابل باختر د تلې  نهمه :
د پروان ولايت خلک وايي چې د غير مسوولو وسله والوکسانو د شتون او په دغه ولايت کې د وسله والو غلاو زياتوالي دوى انديښمن کړي دي .
دباختر آژانس د خبريال دخبرله مخې:
د پروان ولايت اوسيدونکي وايي چې دوسله والو غلاوو او په ښارکې دغير مسوولو وسله والو کسانو د شتون زياتوالی او د دغو کسانو په وړاندې د امنيتي بنسټونو کمزوری غبرګون د دغه ولايت خلک له انديښنې سره مخامخ کړي دي .
  دوى وايي چې د پروان ولايت په مرکز کې د نا امنيو له امله خلک دشپې له خوا په ښارکې تګ راتګ نه شي کولاى او دوى له امنيتي مسوولينو څخه غوښتنه کوي چې د وسله والوغلو مخه ونيسي .
د پروان ولايت امنيه قوماندان جنرال محمد محفوظ ولي زاده ويلي دي چې د غير مسوولو وسله والو کسانو او د غلو د نيولو لپاره عمليات دوام لري او تر اوسه پورې پوليسو په لسګونه تنه نيولي او عدلي او قضايي مراجعو ته يې سپارلي دي او دغه بهير دوام لري .
ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته