کابل/ د وري٢٢ مه / باختر
په ميدان وردګو کې د دولتي ځمکو د غصب مخنیوي هڅې ګړندۍ شوې دي.
دا هڅې د رياست الوزا له حکم سره سم د دولتي ملکیتونو د غصب مخنیوي په موخه ترسره کېږي.
د میدان وردګو والي حافظ محمد امین عمري د میدان وردګو له ولسوالانو سره په کتنه کې له دوی وغوښتل چې له اړونده بنسټونو سره په همغږۍ کې د دولتي ځمکو د غصب مخنیوي او پر دغو ځمکو د تاسیساتو د جوړولو مخه ونيسي.
په دې کتنه کې د میدان وردګو والي خبرداری ورکړ، که څوک د دولتي ځمکو د غصب هڅه وکړي، له قانوني چلند سره به مخ شي.
د ميدان وردګو ولسوالانو په دې ناسته کې وويل، چې ډېر ژر به له اړوندو ادارو سره په همغږۍ په خپلو سيمو کې د دولتي ځمکو د غصب مخه ونيسي.
\ ذ