(PS)خبرونه(PS)تبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د افغانستان په اړه د کورنيو او بهرنيو خبري سايټونو خپرونو ته کتنه

کابل، د زمري۵ مه، باختر
يو شمېر کورنيو او بهرنيو خبري سايټونو په خپلو نننيو خپرونو کې د سيمې او نړۍ د حالاتو ترڅنګ د افغانستان حالات هم څېړلي دي.
د باختر آژانس خبريال د دغو سايټونو خپرونو ته په کتنې سره دغه راپور چمتو کړى دى.
د طلوع نيوز خبري سايټ ( د صنعت او سوداګرۍ وزارت؛ بانکونه په سپین لېست کې دي ) تر عنوان لاندې ليکلي دي.
اوس مهال د افغانستان په بانکونو هېڅ ډول محدودیت شتون نه لري او د هېواد بانکونه د نړۍ په سپین لیست کې دي.
د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي زیاتوي، دوی هڅه کوي چې په هېواد کې زیاتې پانګونې راجلب کړي او دا مهال کورنیو شرکتونو په هېواد کې ۱۵۰ میلیونه ډالره پانګونه کړې ده.
ښاغلی عزیزي همدا راز ټینګار کوي چې په هېواد کې د صنعت د ودې په موخه د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته اتیا سلنه غیر فعالې فابریکې بېرته فعالې شوې دي.
د افغانستان د شفقنا خبري سايټ ( امریکايي چارواکي روانه اوونۍ په دوحه کې د اسلامي امارت له استازو سره ګوري ) تر عنوان لاندې ليکلي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې امریکايي چارواکي به روانه اوونۍ په دوحه کې د اسلامي امارت له استازو او لوړ پوړو چارواکو سره وګوري.

د شفقنا خبري آژانس د خبر له مخې، دغه وزارت د چهارشنبې په ورځ وویل چې دواړه لوري له نشه‎ يي توکو سره د مبارزې او د ښځو د حقونو د خوندیتوب په اړه خبرې کوي.
د افغان غږ (آوا) خبری سایټ (د افغاني سرې میاشتې او ایراني سرې میاشتې رییسانو د اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ) تر عنوان لاندې لیکلي دي.
د افغاني سرې میاشتې سرپرست رییس د سعودي عربستان په جده ښار کې د ایران د اسلامي جمهوریت د سرې میاشتې له رییس یعقوب سلیمان سره وکتل او د لا زیاتو همکاریو د پراختیا په هکله یې خبرې اترې وکړې.
\ ذ

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا