سیاستخبرونهتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د افغانستان په بيارغونه او پانګونه کې د سيمې هېوادونو مشارکت؛ د سيمه ييزو همکاريو د ودې سبب کېږي

  تبصره، کابل، د ليندۍ ١٥، باختر

د افغانستان په بيارغونه او پانګونه کې د سيمې هېوادونو مشارکت؛ په سيمه ييزو بدلونونو کې مثبت رول لري او د دغو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ کچه زياتوي.

د باختر آژانس مبصر ليکي: اسلامي امارت له هند څخه غوښتي، چې په افغانستان کې په بنسټيزو پروژو پانګونه وکړي، هند په افغانستان کې په بېلابېلو بنسټيزو برخو کې د پانګونې ښه تجربه لري او که چېرې دا پانګونه دوام وکړي کولاى شي د افغانستان د اقتصادي ودې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستۍ د ټينګښت لپاره اغېزمن وي. په اصل کې اسلامي امارت هلې ځلې کوي، چې د بهرنيو پانګونو په جلبولو سره د افغانستان په بيارغونه او اقتصادي وده کې د ګاونډيو او د سيمې هېوادونو د همکاريو کچه لوړه کړي چې دغه چاره له يوې خوا د افغانستان د اقتصادي ودې سبب کېږي او له بله پلوه د سيمه ييزو همکاريو مفکوره چې د اسلامي امارت په نړيوالو پلانونو کې يو لومړيتوب دى، هم بنسټيز کړي.

اسلامي امارت نه يوازې د افغانستان په بنسټيزو پروژو کې له هند څخه د پانګونې غوښتنه کړې بلکې؛ دغه شان غوښتنه يې له ايران، چين، پاکستان، روسيې، د منځنۍ آسيا، عربي او له اروپايي هېوادونو څخه هم کړې ده او که چېرې عملي شي پايله به يې د سيمه ييزو همکاريو وده وي.

اسلامي امارت د ګاونډيو او د سيمې هېوادونو څخه د همکاريو او پانګونې په جلبولو د دغو هېوادونو ترمنځ يو انډوليز اقتصادي پلان تعقيب کړى، چې نور په افغانستان کې د سيالۍ مفکوره خپل ځاى همکارۍ او زغم ته ورکړي.

بايد وويل شي چې يو شمېر هېوادونه سيمه ييز پېچلي سياستونه لري، چې په سترو هدفونو سره تعقيبيږي، زياتره دغو سياستونو نتيجه نه ده ورکړې ځکه په هغو کې د نورو د حذفولو او ګوښه کولو هدفونه طرحه و.

اسلامي امارت د دغه شان مفکورې مخالف دى او د څو اړخيزو او دوه اړخيز ګټو د رعايتولو پر بنسټ د پرانيستي اقتصادي پلان په تعقيبولو باور لري.

د دغه شان پراخې مفکورې په شتون سره بهرني پانګه وال او هېوادونه له سياسي اختلافونو څخه لرې د دې فرصت مومي، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

په افغانستان کې د کورنيو او بهرنيو پانګه والو فعال شتون د اقتصادي پرمختګ له مهمو مولفو څخه شمېرل کېږي چې بايد ورته پاملرنه وشي.

\ ج

 

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا